پوسټ کوډ 204582
نیټه خپرول: چهارشنبه 21 لړم 139909:28

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل په هڅو بهرنيو چارو رياست له لوري تر دې دمه په دې ولايت کې ۱۸۰۰۰ کسانو ته د ویزې په موخه پاسپورټونه توزیع او قونسلګرۍ ته ورغلو ویزه غوښتونکو ته یو کلنۍ ویزې ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې شاوخوا ۳۸۰۰۷۲ تنو د پاکستان ویزه غوښتونکو هېوادوالو فوټبال لوبغالي ته مراجعه وکړه او خپل پاسپورټونه يې مؤظفې کمېټې ته وسپارل.

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ښاغلي ضیاء الحق امرخېل د دې ولایت بهرنیو چارو ریاست ته دنده وسپارله، چې راټول شوي پاسپورټونه راجستر او په یو منظم ډیټابېس کې يې خوندي کړي.
ښاغلي امرخېل د بهرنیو چارو وزارت سره د دوامداره اړیکو او بحثونو په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې راجستر شویو کسانو ته په استنثايي ډول د عاجلې او اوږدې مودې ویزې ورکړې لپاره یو اسانه میکانیزم له مخې د ویزو د ورکړې خدمات ترسره کړي.
د همدې هڅو په ترڅ کې اوس د راجستر شویو پاسپورټونو څخه هره ورځ ۱۸۰۰ تنو ته پاسپورټونه توزیع او په سبا يې قونسلګرۍ ته د ویزې اخېستو لپاره معرفي کيږي، چې تردې دمه په تېرو لس ورځو کې ۱۸۰۰۰ پاسپورټونه اعلان ته ورکړل شوي او ترلاسه کوونکو قونسلګرۍ ته په ورتګ سره یو کلنې ویزې ترلاسه کړي دي .
د بهرنیو چارو ریاست معلوماتو په اساس په تیرو لسو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو خپلو خالي پاسپورټونو توزیع ته هیڅ مراجعه نه ده کړې، چې د پروسې په پای کې به بیا ځلې ورته اعلان شي .
د بهرنیو چارو رياست مسئولین زیاتوي په راجستر شویو ۳۸۰۰۷۲ پاسپورټونو کې ډېره برخه د ننګرهار اړوند ویزه غوښتونکي شامل وو، چې په همدې پار يې لومړیو ۹ ورځو کې د ننګرهار، اوس يې دڅو ورځو لپاره د کونړ ، نورستان ، لغمان او له دې وروسته به بیا ځلي د ننګرهار پاسپورټونه اعلان ته وسپاري .
د يادونې ده چې د ویزو د ورکړي په اوسني بهیر کې لومړی پاسپورټ لرونکو ته خپل پاسپورتونه سپارل کیږي ، په دويمه ورځ قونسلګرۍ ته مراجعه کوي او په تعقیب يې په لږه موده کې قونسلګرۍ څخه یوکلنه ویزه ترلاسه کوي، چې له دې بهیر څخه هېوادوال خوشحاله او له مسئولينو او ټول ټیم څخه د رضایت اظهار کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement