پوسټ کوډ 204522
نیټه خپرول: سه شنبه 20 لړم 139910:32

د پاکستان د ویزو وېش د تنظیم مسوولیت خوشحال سعادت ته وسپارل شو

په پلازمینه کابل کې د پاکستان ویزو د ویش د تنظیم چارې د عامه ساتنې تصدۍ مشر، خوشحال سعادت ته وسپارل شوې.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د سفارت پر وړاندې د ګنې ګوڼې د له منځه وړلو او نظم د رامنځ ته کولو لپاره پریکړه وشوه، چې پاسپورټونه به د ښار په ۱۶ برخو کې راټولیږي او وروسته به د پاکستان سفارت ته د ویزو د صدور لپاره سپارل کیږي.

د ښاغلي صالح په وینا د سهار د شپږنیمې بجې امنیتي ناستې او امیتي میثاق کې پریکړه وشوه چې دا مسوولیت خوشحال سعادت ته وسپارل شي.
امرالله صالح وایي،دغه موضوع د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان له سفارت سره په همغږۍ پرمخ وړل کیږي او ډير ژر به شته ستونزې حل شي.

 

صالح له دې وړاندې ویلي و چې یو شمیر مافیایي کړۍ د پاکستاني ویزو د ویش له پلوه په ورځ کې ۱۰۰ زره امریکایي ډالر ټولوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement