پوسټ کوډ 204477
نیټه خپرول: دوشنبه 19 لړم 139914:25

کندهار کې چاودنې کابو ۳۰ تنه ټپیان کړل

د کندهار ولایت امنیتي مسوولین وايي چې میوند ولسوالۍ کې د موټربم چاودنې له کبله کابو ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

دغه چارواکي زیاتوي پېښه تېره شپه(یکشنبې د لړم په ۱۸مه نېټه) په داسې حال کې شوې چې ځانمرګي بریدګر د میوند ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ د موټربم برید وکړ.

 په همدې حال کې د کندهار میوند روغتون کې ډاکټران وايي چې ۲۳ ټپیان یې چې په کې ۱۰ تنه ملکي کسان شامل دي، د کندهار میرویس روغتون ته لېږدولي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement