پوسټ کوډ 204472
نیټه خپرول: دوشنبه 19 لړم 139914:08
- 0 څرګندونه
- چاپ

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، وسلهوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې ۶۰۰ متره سړک د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې له منځه وړی دی.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده خامه پرس ته وویل، وسلهوالو طالبانو دوې ورځې وړاندې د غزني پکتیکا لویې لارې سړک د اندړو ولسوالۍ د خانې بابا په سیمه کې ۶۰۰ متره وران کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو یاد سړک د تراکتورونو په وسیله له منځه وړی دی چې د غزني پکتیکا خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.
جمعه زاده وایي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان عامه تأسیساتو ته زیان رسوي بلکې تر دې وړاندې یې هم د غزني او پکتیکا لویه لاره اووه کیلو مټره د ماشنریو په وسیله ورانه کړې وه.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.