پوسټ کوډ 204431
نیټه خپرول: دوشنبه 19 لړم 139908:56

غزني کې ۸ ملکي کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي

د غزني ولايتي چارواکي وايي، د ښار اړوند په شپږمه ناحيه کې د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شویو هاوان مرمیو له امله د ۲ ښځو او شپږ ماشومانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او د ۵ ماشومانو ۲ ښځو په ګډون ۷ نور سخت ټپيان شوي دي.

د والي وياند واحدالله جمعه زاده اطلاعات روز ته وويل، چې وسله والو #طالبانو پرون (یکشنبه، ۱۸ لړم) ماښام مهال ښار ته ۳ د هاوان مرمۍ توغولي، چې يوه يې پر ګڼه استوګنيزه سيمه لګېدلې ده.

جمعه زاده وايي، چې ټپيان د #غزني ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د ځينو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

که څه هم ولایتي چارواکي دغه مرمۍ د طالبانو له خوا یادوي، خو يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement