پوسټ کوډ 204430
نیټه خپرول: دوشنبه 19 لړم 139908:54

ننګرهار کې د ځانمرګي برید واسکټ او ګڼ چاودېدونکي توکي نیول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د ځانمرګي بریدګر د یو واسکټ په ګډون د ګڼ شمیر چاودیدونکو توکو د نیول کیدو خبر ورکوي.

#د_ننګرهار_د_امنیه_قوماندانۍ ویاند فرید خان نن  ته وویل، پولیسو یې تیره ورځ د چپرهار ولسوالۍ په «شولانې» سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی له چاوديدونکو توکو ډک يو واسکټ او دوه بيلرونه، د هاوان سرګلولې، دوه بمونه، ساچمې، نظامي يونيفورم، د ماينونو جوړولو لارښود او ګڼ شمېر نور توکي ترلاسه کړي دي.

فرید خان زیاته کړه:« پولیسو د چپرهار په شولانې سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ځانمرګي واسکټ په ګدون ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي.»

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement