پوسټ کوډ ۲۰۴۴۲۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ لړم ۱۳۹۹ ۰۸:۳۰

کابل کې ماین چاودنې دوه ملکیان ټپیان کړل

د کابل پولیس وایي، نن سهار د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې اړوند پلچرخي سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله دوه ملکي کسان ټپیان شول.

#د_کابل_د_پولیسو_ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه نن سهار ۷:۳۰ دقیقې د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې اړوند پلچرخي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک غاړې ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه وکړه.

هغه وایي په دغه پېښه کې دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement