پوسټ کوډ 204391
نیټه خپرول: يکشنبه 18 لړم 139911:42
- 0 څرګندونه
- چاپ

د کابل ښاروالي وايي، د پارک سینما ودانۍ د ګټې اخیستنې وړ نه دی او د بیا جوړېدو امکان هم نلري نو ځکه غواړي چې له منځه یې یوسي.
د کابل د ښاروالۍ ویاند سمیرا رسا وایي، د یادې سینما ودانۍ د جوړېدو وړ نه دی او په وینا یې د دغې سینما د ورانولو کار یې پیل کړی.
هغه دغه راز وایي، د یادې سینما له سره جوړولو لپاره تراوسه کومه طرحه نه ده جوړه شوې.
په ورته وخت کې د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي د یادې سینما د ورانېدو په وړاندې غبرګون ښکاره کړی.
نوموړې له خامه پرس سره په خبرو کې وویل، د یادې سینما ورانول د کلتور خلاف کار دی باید مخه یې ونیول شي.
کریمي زیاته کړه، څو ځله یې هڅه کړې چې د کابل ښاروالي د یادې سینما ورانول ودروي خو نه دې توانېدلي چې یاد کار وکړي او په وینا یې د کابل ښاروالۍ یې خبره نه ده منلې.