پوسټ کوډ 204359
نیټه خپرول: يکشنبه 18 لړم 139908:25

جوبایډن د امریکا ۴۶ ولسمشر شو

د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن مخکیني ولسمشر ډونالډ ترمپ ته سخته ماتې ورکړه او د امریکا ولسمشر شو، خو ټرمپ یې لا هم نه مني.

#د_امریکا_ولسمشریزې ټاکنې چې یوه اوونۍ وړاندې یې د رایې شمېرنې بهیر شروع شوی و تېر ماښام #بایډن وتوانېدی چې ۲۷۰ کالج رایې پوره کړي او خپل سرخت سیال ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړي او د امریکا ۴۶ ولسمشر شو.


نوموړي له خپلې بریا وروسته خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي، اوس د امریکا د یو موټي کېدو وخت را رسېدلی دی.

نوموړي وویل: له ټاکنیزو منډو ترړو وروسته اوس باید له غوسې او پوچو خبرو تېر شو او د یو ولس په توګه سره یو لاس شو.

هغه دغه راز ویلي، په ټاکنیزو منډو کې هر څه ویل کېدل خو په اصل کې ټول د امریکا خلک یو که هغه ډیموکراټ وي که جمهوري غوښتونکي.

بایډن زیاته کړه، ټول به په یو ځای سره د امریکا ګټې ساتو او په وینا یې پاشل شوې امریکا به بېرته سره یو ځای کړي.

بلخوا ډونالډ ټرمپ بیا په یادو ټاکنو اعتراض لري او وایي، ټاکنې یې په لوی توپیر ګټلې دي او په وینا یې په تېرو ټاکنو کې درغلي شوي او دی به محکمې ته شکایت وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر شو چې ډېر زیاتې ۷۵ میلیونه رایې یې وګټلې او ډونالډ ټرمپ بیا نیږدې ۷۰ میلیونه رایې ترلاسه کړې وې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement