پوسټ کوډ ۲۰۴۳۰۳
نیټه خپرول: شنبه ۱۷ لړم ۱۳۹۹ ۱۰:۲۳

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۴۲ زرو واوښت

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۱۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۵۸ پایلې یې مثبتې وې.

د کرونا دغه مثبتې پېښې کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، هلمند او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۳۳ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته شپږ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۴۴۶ تنو ته ورسېد.

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دوو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۵۵۶ تنو ته ورسېد.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement