پوسټ کوډ 194819
نیټه خپرول: پنج شنبه 15 لړم 139915:58

دانش: د افغانستان ۱۳ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري

د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش وایي د هیواد څه باندې ۱۳ میلیونه وګړي چې د ټول نفوس شاوخوا ۴۴سلنه برخه ده، د خوړو خوندیتوب نه لري.

ښاغلي دانش دا خبرې نن چهارشنبه د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې په یوه غونډه کې وکړې.

دا په داسې حال کې دي چې د روغیتا وزارت معلومات دا شمیر ۷۰سلنه یادوي.

سرور دانش همداشان وویل چې د خوړو خوندیتوب له امله زیانمن وګړي په کلیو او بانډو کې تر ښارونو زیات دي.

د دانش په وینا په افغانستان او د نړۍ نور هیوادونه د خوړو خوندیتوب له پلوه له جدي ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان استازې، ماري ایلین چې یاده غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې د خوړو نړیوال سازمان افغانستان سره د بې وزلۍ او لوږې ختمولو کې همکاري کوي.

افغانستان د نړۍ په کچه هغه هیواد دي چې د لوږو او بیکارو وګړو شمیر پکې زیات دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement