پوسټ کوډ ۱۹۴۸۱۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۵ لړم ۱۳۹۹ ۱۵:۳۹

دانش: د افغانستان ۱۳ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري د راپور له مخې طالبانو بیا د افغان دولت او د امنیتي ځواکونو د کمزوري کولو لپاره شخړو ته دوام ورکړی، خو سیګار د امریکا د دفاع وزارت په استناد وایي چې د شخړو کچه‌یې په هغه حد کې ساتلې چې له امریکا سره په شوي تړون کې یې یادونه شوې ده. په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې طالبانو په حملو کې د دې لپاره زیاتوالی راوستی چې امریکایي ځواکونه له دې هېواده وتلو ته وهڅوي او تر وتلو وروسته د ځان په ګټه شرایط رامنځته کړي. په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ نښتو کې هره ورځ ولسي خلک ډېره قرباني ورکوي. ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د ملکي وګړو ۲،۱۱۷ مړینې او د ۳،۸۲۲ ټپیانو شمېر ثبت کړی دی.

د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش وایي د هیواد څه باندې ۱۳ میلیونه وګړي چې د ټول نفوس شاوخوا ۴۴سلنه برخه ده، د خوړو خوندیتوب نه لري.

ښاغلي دانش دا خبرې نن چهارشنبه د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې په یوه غونډه کې وکړې.

دا په داسې حال کې دي چې د روغیتا وزارت معلومات دا شمیر ۷۰سلنه یادوي.

سرور دانش همداشان وویل چې د خوړو خوندیتوب له امله زیانمن وګړي په کلیو او بانډو کې تر ښارونو زیات دي.

د دانش په وینا په افغانستان او د نړۍ نور هیوادونه د خوړو خوندیتوب له پلوه له جدي ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال سازمان استازې، ماري ایلین چې یاده غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې د خوړو نړیوال سازمان افغانستان سره د بې وزلۍ او لوږې ختمولو کې همکاري کوي.

افغانستان د نړۍ په کچه هغه هیواد دي چې د لوږو او بیکارو وګړو شمیر پکې زیات دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement