پوسټ کوډ ۱۹۴۸۰۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۵ لړم ۱۳۹۹ ۱۳:۳۱

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ تنه په کرونا اخته شوي

روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۱۲۱ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او شپږ تنه ترې مړه شوي دی.

دغه وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته رغېدلي دي چې په دې سره په ټول هېواد کې له کرونا ناروغي د رغېدلو کسانو شمېر ۳۴ زره ۴۴۰ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۱ زره ۹۳۰ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او یو زر ۵۵۴ کسان ترې مړه شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement