پوسټ کوډ 194797
نیټه خپرول: پنج شنبه 15 لړم 139913:24

بلخ کې ماین چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په پایله کې ۲۰ تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

پيښه نن پنجشنبه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د شولګرۍ ولسوالۍ روغتون ته څيرمه شوې ده.

د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد وايي د سیمه ییزو پولیسو قومندان، نظر ګل د دې چاودنې هدف و.

بله خوا، بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل ویلي چې ماین د ښاغلي نظر ګل موټر کې د ننه ایښودل شوی و.

د پيښې قربانیانو کې ملکي وګړي او سیمه ییز سرتیري شامل دي.

سرچینې وایي نظر ګل، د هغه یوزوی او څو تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د بلخ شولګره ولسوالي یو نا امنه ولسوالي ده چې وخت نا وخت پکې داسې پيښې کیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement