پوسټ کوډ 194761
نیټه خپرول: پنج شنبه 15 لړم 139909:12
- 0 څرګندونه
- چاپ
'د میدان ښار-جلرېز ولسوالۍ لار له ماینونو پاکه شوه'

د میدان ښار او جلرېز ولسوالۍ ترمنځ لار له ماینونو پاکه شوه.
د میدان وردک د والي ویاند محبالله شریفزوي ازادي راډیو ته تېره شپه وویل: "زموږ امنیتي ځواکونو دا لاره له ماینونو پاکه کړې ده. شااوخوا شپږ ماینونهیې ایستلي دي او پنځه پلچکونهیې رغولي چې اوس لاره د خلکو پر مخ خلاصه ده."
د میدان وردک د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي دي چې دغه لاره چې تر بامیان پورې غځېدلې ده او طالبانو له تېرو درېیو اوونیو راهیسې بنده کړې وه.