پوسټ کوډ 194706
نیټه خپرول: چهارشنبه 14 لړم 139911:00

کابل پوهنتون کې زده‌کړې بېرته پیل شوې

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل پوهنتون د زده کړو بهیر نن د لړم میاشتې ۱۴مه نېټه بېرته پیل شوې او زده کړیالان د د زده کړو لپاره پوهنتون ته حاضر شوي دي.

د لوړو زده کړو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت او د کابل پوهنتون رهبري ډلې په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیالان هم حاضر وو، د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د کابل پوهنتون د محصلینو درسونه سر له نن څخه پیل شول.

خبرپاڼه لیکي، په دې غونډه کې د لړم میاشتې د ۱۲مې ترورېستي پېښې د قربانیانو د یادګاري څلی چې د پېښې د شهیدانو نومونه به هم پرې لیکل شوي وي جوړېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د لړم ۱۲مه به د کابل پوهنتون په تاریخ کې د تورې ورځې په توګه نومول کېږي، او دغه راز به د شهیدانو د فاتحې لپاره ځانګړي مراسم نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل پوهنتون وسله‌وال برید وشو چې دغه برید شپږ ساعته دوام وکړ او نېږدې ۵۰ زده کړیالانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله چې له ډلې ۲۲ کسان ووژل شول او تر پنځه ویشت ډېر ټپیان شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement