پوسټ کوډ ۱۹۴۶۳۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۳ لړم ۱۳۹۹ ۱۰:۲۳

کندز کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم برید شوی

کندز کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم برید شوی او اوس نښته روانه ده.

د د والي ویاند عصمت الله مرادي خامه پرس ته وویل، دغه موټربم برید نن سهار ۷:۳۰ بجې شاوخوا امام ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک هغه مهال رامنځته شو چې وسله‌والو د کنډک دروازې سره موټربم ته چاودنه ورکړه.

نوموړی وایي، وسله‌والو لومړی د کنډک دروازه کې موټربم ته چاودنه ورکړه او له هغه وروسته نښته رامنځته شوه چې لا هم روانه ده.

نوموړي زیاته کړه، په دغه موټر بم کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې او په وینا یې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.

د دغه برید مسئولیت تراوسه کومې وسله‌والو ډلې نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement