پوسټ کوډ ۱۹۴۶۰۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۲ لړم ۱۳۹۹ ۱۵:۴۵

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی: افغانستان کې کرونا د پراخېدو حال کې ده

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر احمد جواد عثماني په هېواد کې د کرونا ویروس له پراخېدو خبر ورکوي او وایي، چې د دې پېښو ثبت تېرې اوونۍ ته په کتو روانه اوونۍ کې د زیاتېدو په حال کې ده.

ښاغي عثماني چې نن (دوشنبه، ۱۲ لړم) کابل کې یوې ناسته کې خبرې کولی وویل، ګاونډیانو ته په کتو افغانستان کې د کرونا حالت د قناعت وړ ده او د خلکو په منځ کې باید ډار رامنځته نه شي.

هغه ټینګار وکړ، چې خپله وېره د خوندیتوب سیستم کمزورۍ لامل کیږي.

عثماني له خلکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس له زیاتې پراخېدو او یا په دې ویروس اخته کېدو مخنیوي لپاره باید طبي سپارښتنې ومنل شي او ماسک وکارول شي.

یاد وزارت د کرونا ویروس د دویمې څپې له خپرېدو د مخنیوي ډاډ ورکړ. هغه وویل، د کابل او ولایتونو په ټولو روغتونونو کې د کرونا ناروغانو...

...د تجرید او درملنې برخې رامنځته شوي او روغتونونه په امکانانو سمبال شوي دي.

ښاغلي عثماني وویل، چې ایران او پاکستان کې د کرونا حالات اندېښمنوونکي دي. هغه له همدې امله له خلکو غوښتي چې دې هېوادونو ته دې له سفره ډډه وکړي.

 

د عامې روغتیا وزارت د وروستیو رسمي شمېرو له مخې تر اوسه ۴۱ زره او ۶۳۳ تنه په ټول هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. له دې ډلې ۳۴ زره او ۳۴۲ تنه ناروغان بېرته ښه شوي او یو زر او ۵۴۱ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement