پوسټ کوډ ۱۹۴۶۰۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۲ لړم ۱۳۹۹ ۱۴:۵۸

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۳۲ تازه پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۳۲ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۱ زره ۶۳۳ کسانو ته ورسېد.

ډېری نوې پېښې ۲۶ کندهار، ۲۱ بلخ، ۱۶ زابل، ۱۵ تخار، ۱۵ بغلان، ۱۳ کابل، ۹ هلمند او ۷ ننګرهار کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۵ ناروغان مړه شوي دي، خو په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو زر او ۵۴۱ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۶ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۴ زره او ۳۴۲ تنو ته ورسېد.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement