پوسټ کوډ ۱۹۴۴۷۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۱ لړم ۱۳۹۹ ۱۱:۲۸

ننګرهار کې د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیول شوي

ننګرهار کې د داعش ډلې مطبوعاتي او مالي مسوولین نیول شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن «یکشنبه، ۱۱ لړم» اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو تیره شپه د جلال اباد ښار اړوند اتمې ناحیې سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د مطبوعاتي او مالي مسوولینو په ګډون د دې ډلې ۴ غړي نیولي.

خوږیاني زیاته کړه: «ملي امنیت تیره شپه اتمه ناحیه کې عملیات کړي چې پرمهال یې د داعش مالي او مطبوعاټي مسولینو په ګډون څلور تنه نیول شوي.»

د هېواد ختیځ کې پروت نا امنه ننګرهار ولایت کې د طالبانو ډلې په ګډون داعش او یو شمېر نورې دولت ضد ډلې وسله وال فعالیت کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement