د کندهار په ارغنداب، میوند، ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د طالب وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

په ارغنداب ولسوالۍ کي امنیتي چارواکي په هغو سیمو کې د پرمختګ خبر ورکوي، چي وسله والو د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کي نیولي وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخي په ژېړۍ ولسوالۍ کي تېره شپه وسله وال د حوض مدد تر جنوب کلي سرټک پوري رارسېدلي، خو د بهرنيو ځواکونو بمبار بیرته شاتګ ته اړ کړي دي.

د سیمې یوې امنیتي سرچينې، چي له نوم اخیستلو ډډه کوي وايي چې په میوند ولسوالۍ کې د هرات – کندهار د لارې پرته په ډېرو سیمو کي وسله وال واکمن دي.

کله ناکله پر وسله والو هوايي بمبار هم کیږي، خو د عملیاتو مخ د ژېړۍ ولسوالۍ به نلغام او سنګیحصار غونډۍ کي بند دی.

ویل کیږي، چي په پنجوايي ولسوالۍ کې وسله والو د شپې له دوو بجو نه د سهار تر لسو بجو پورې څلور لویي ساحې، دواب، موشان، تلوکان او زنګاوات نیولې، خو سپېروان ته د داخلېدو پر مهال ۴۴۴ ځانګړې قطعې يې مخنیوی وکړ، تردې چې د زنګاوات له ځينو کلیو يې پر شا کړل.

د کندهار امنیه قوماندان په جګړه کي وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلي ترڅنګ د امنیتي ځواکونو د پرمختګ خبره کړې ده، خو وسله وال بیا له خپله اړخه د پرمختګ او پوستو د سقوط ادعا لري.

قطر کې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو وروسته افغانستان کې د جګړو شدت زیات شوی دی.

طالبانو څو ورځې وړاندې پر هلمند ولایت هم پراخ ډلییز بریدونه وکړل او د څو ورځو لپاره درنه جګړه پکې روانه وه.

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه