پوسټ کوډ 194435
نیټه خپرول: شنبه 10 لړم 139915:34

تېره یوه شپه او ورځ هېواد کې ۹۱ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او درې ناروغان مړه شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۱۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۹۱ پایلې یې مثبتې وې.

د کرونا دغه مثبتې پېښې کندهار، پکتیا، تخار، بغلان، لغمان، خوست و پکتیکا اولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۴۲۵ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۶۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۳۲۱ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته دریو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر  یو زر او ۵۳۶ تنو ته ورسېد

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement