
په ترکیه کې د تېرې ورځې زلزلې له کبله ۲۴ کسان مړه شوي او تر ۸۰۰ زیات ژوبل شوي دي.
په ترکیه کې د تېرې ورځې زلزلې د دغه هېواد ډېرې سیمې لړزولې دي او دغه راز یې د یونان ټاپو ساموس ته نژدې د ترکیې ایګن ساحلي سیمه لزولې ده، د امریکا جیولوجیکل سروې اداره وایي، دغه زلزله اووه درجې وه او مرکز یې د ترکیې ازمیر ایالات ته څېرمه و.
د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، تراوسه د یادې زلزلې له کبله ۲۴ کسان مړه شوي او ۸۰۴ کسان ژوبل شوي دي.
دغه اداره وایي، د ترکیې په ازمیر ایالات کې تر ۲۰ زیاتې ودانۍ ورانې شوې دي.
ترکیه کې چارواکي وایي، زلزله دومره زوروره وه چې ان د استانبول ساحل طرف ته هم محسوسه شوې دهه.