د هېواد دفاع وزارت هلمند ولایت ته د طالبانو ډلې د نظامي کمېسیون مرستیال د وژلو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هلمند لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ملا امان الله او ورسره اته نور تېره ورځ (جمعه، ۹ لړم)...

... د افغان ځواکونو یو هوایي برید کې ووژل شول.
دغه برید د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ «خسراباد» سیمه کې شوی.
د خبرپاڼې له مخې، ملا امان الله د «شفیق» په نوم شبکه هم رهبري کوله.
دفاع وزارت دغه راز ویلي، په دې هوایي برید کې یو موټر، څلور میله کلاشینکوفونه، دوه میله درازنوفه او...
...دوه پایې ایکم مخابرې له منځه تللي دي.
هلمند ولایت د هېواد په جنوب کې یو نا امنه ولایت دی. طالبانو ډله د دې ولایت په ځینو برخو کې فعاله حضور لري.
هلمند په تېرو څو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دی. په دې نښتو کې لسګونه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په دې جګړو کې دولتي ځواکونو او ملکیانو ته هم زیانونه اووښتي او په زرګونه کورنۍ له خپلو استوګنځیو بې ځایه شوي دي

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه