د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد داسې مهال د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملابرادر سره ليدلي دي چې په هېواد کې يو ځل بيا تاوتريخوالي زور اخیستی.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم پر خپل ټوېټر ليکلي چې خليلزاد او جنرال مېلر او مل پلاوي يې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو له يوه پلاوي سره ليدلي دي او په دې ناسته کې د دوحې هوکړې پر ښه پلي کېدو خبرې شوې دي.

ډاکټر نعيم ويلي، په دې لیدنه کې د دوی د عملياتو د ډېرېدو په لاملونو هم خبرې شوې دي او دواړو لورو پر دې ټينګار کړی چې دغه هوکړه دې په ښه ډول عملي شي.

دا ليدنه داسې مهال ترسره شوې چې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې نښتو او جګړو زور اخیستی او د دوحې د سولې خبرو د وضعيت په ښه کولو کې کوم د پام وړ رول نه لوبولی.

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه