د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش وایي، د ځینو هېوادونو یا ډلو له خوا افغانستان کې د سولې ټینګېدو سره د سیاسي نظام پر بدلولو ټینګار تېروتنه ده.

د دانش په وینا، د نظام بدلول نه یواځې چې د سولې او ثبات ټینګولو لار نه ده، بلکې افغانستان او سیمه د جنګ او تاوتریخوالي په بل ډول کې راګیروي.

ښاغلي دانش دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، ۷ لړم) کابل کې د هند له نوي سفیر رودریندرا تاندن سره په لیدنه کې کړي دي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان حکومت د سولې پروسه کې پر یو داسې میکانیزم ټینګار لري، چې د طالبانو په شمول د ټولو ډلو او قومونو د ملي ګډون پر بنسټ ولاړ وي، څو د هغې پر بنسټ هم سولې ټینګه شي او هم د تېرو دوو لسیزو ګډې او ارزښتناکه لاسته راوړنې خوندي شي.

دانش په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې د لنډمهاله حکومت او طالباني امارت په ګډون بله هره طرحه نه یواځې دا چې سولې ته نه رسیږي، بلکې د اختلاف او تاوتریخوالي یو بله څپه رامنځته کوي.

د ولسمشر مرستیال د سولې پروسه کې د سیمې د ټولو هېوادونو او د افغانستان د نړیوالو مرستندویانو د ګډې ګټې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د افغانستان سولې پروسه کې د سیمې هېوادونو د رول پیاوړتیا سره کولی شو، چې شته اندېښنو ته په ګډه د حل یوه لار پیدا کړو.»

 

د ښاغلي دانش له څرګندونو سره سم، د سولې پروسې سره باید په خلاصو سترګو چلند وشي، څو تلپاتې سولې ته د مرستې کچه پراخه شي.

 

په ورته مهال کابل کې د هند نوي سفیر رودرېندرا تاندن په دې لیدنه کې ویلي، هغه وخت چې د سولې پروسه د افغانانو په رهبرۍ وي، بالاخره به د افغانستان جګړې ختمولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو لار پیدا شي.

 

ښاغلي تاند دغه راز افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه یاده کړې او ویلي یې دي، چې په دې پروسه کې پر مشرانو او د افغانستان پر خلکو فشار راوړلو سره سوله نه ټینګیږي

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه