په اروپا او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

روغتیا_ نړیوال_ سازمان_ مشر ټدروس اډهانوم ګیبریسوس وايي، د شمالي نیم کرې هېوادونه په خطرناکه مرحله کې دي.
ګیبریسوس پرون وویل، په راروانو میاشتو کې به وضعیت نور هم کړکېچن شي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ په #کرونا_ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوڅلوېښت میلیونو اوښتی دی.
په دې ویروس په نړۍ کې تر یو میلیونو او څوارلسو لکو زیات کسان مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه