پوسټ کوډ ۱۹۱۴۰۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۶ کب ۱۳۹۷ ۱۷:۴۶

له ملابرادر سره د خلیل‎زاد لیدنه؛ سبا به رسماً د قطر غونډه پیل شي


ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي لومړی ځل دی چې له ښاغلي برادر سره ویني. هغه ویلي له دې وروسته به خبرې اترې پیل شي.
ټاکل شوې وه چې طالب او امریکايي استازو د خبرو اترو پنځم پړاو نن (دوشنبې د کب په ۶ مه) پیل شي، خو طالبانو ویلي چې نننۍ لیدنه تعارفي ده او رسمي خبرې اترې به سبا (سې‎شنبې د کب په ۷ مه) پيل شي.
ملاعبدالغني برادر چې په دې وروستۍ کې پاکستان کې بندي وو، تېره میاشت د طالبانو د مرستیال او قطر کې د هغوی د سیاسي دفتر د مشر په توګه وګومارل شو.
هغه تېره شپه، له پاکستانه قطر ته ولاړ څو له امریکې سره د خبرو اترو په پنځم پړاو کې ګډون وکړي.
ښاغلی خلیلزاد وايي دا ځل به د طالبانو له یوه باصلاحیته پلاوي سره وګوري او د دې کتنې د کوربتوب په اړه د قطر او همداراز د طالبانو د پلاوي د سفر د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د پاکستان د همکارۍ ستاینه کوي.
بل پلو ځینې سرچینې د دغو خبرو په اړه وايي که‎چېرې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله سره هوکړې ته ونه رسېږي، طالبان به پر نورو موضوعګانو بحث ونه کړي.
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا په دې اړه وايي:«اوربند، د بندیانو ازادېدل او د مذاکراتو پيل (له حکومت سره) هغه فرعي موضوعګانې دي چې زه فکر نه کوم تر هغې چې د بهرنیو ځواکونو وتل روښانه نه شي، پر

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement