پوسټ کوډ 190767
نیټه خپرول: چهارشنبه 10 زمری 139717:12

د جلال اباد ښار د امنیت د ټینګښت لپ

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې ”د ننګرهار والي په لارښوونه جلال اباد ښار کې ملي اردو د امنيت ټينګښت په موخه پلټنې پيل کړي. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي اردو مسئولين پر ټولو يو ډول قانون پلی کوي او سرغړونکو سره د قانون له مخې جدي چلند تر سره کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر په حکم به ډېر ژر جلال اباد ښار ته د ډاډمن امنيت تامين په موخه له کابل څخه د پولیسو ځانګړې قطعه هم را ورسيږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د تیرې ورځې د برید وروسته نن بیړني غونډه راوبلله.
ولسمشر غني وویل، چې ملي اردو به د ننګرهار ولایت پولیسو سره په همکارۍ د دې ولایت د امنیت تامین او د امن فضا برابرولو کې په ګډه کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې په ننګرهار کې باید خلکو ته د امن فضا رامنځته شي او په جلال اباد ښار کې د ځانګړو قطعاتو تر ځای پرځای کېدو پورې ملي اردو خپلو دندو ته ادامه ورکړي.
د تیرې ورځې برید په ترڅ کې د کډوالی نړیوال سازمان کارکونکې په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement