پوسټ کوډ ۱۹۰۴۹۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۳ چنګاښ ۱۳۹۷ ۱۵:۳۳

د روان کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۲۳۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي

د نیول شویو کسانو په ډله کې ۱۳ مېرمنې، ۲ بهرنیان او ۹ تنه د عامه خدمتونو کار کوونکي شامل دي.
له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند، احمد خالد موحد، چې د یکشنې په ورځ د روان کال د چنګاښ په ۳مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه مرکز د روان کال د لومړیو درېوو میاشتو لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې، زیاته کړه:" د عدلي او قضایي مرکز د تدقیق، بررسۍ او لابراتوار مدیریت ټول تورن کسان او د هغوی دوسیې د لا زیاتو څېړنو په موخه له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ ریاست ته استولي دي."
د نیولو شویو کسانو له ډلې ۶۷ تنو قصد لرلو، چې هیروئین ډوله نشي توکي په خېټه او د سفر په بکسونو کې ځای پرځای کړي او بیایې د حامد کرزي دنړیوال هوایي ډګر له لارې د هندوستان او سعوي عربستان هیوادونو ته ولېږدوي.
موحد وویل:" په ټولیز ډول له قاچاق وړونکو څخه ۸۵۶،۶۱۹ کیلوګرامه هیروئین، ۳۸۰۷،۱ کیلوګرامه مورفین، ۶۴۳۹،۸۴ کیلوګرامه تریاک، ۲۱۰۸۵،۰۳ کیلوګرامه چرس، ۱۴،۷۷۸ کیلوګرامه ښیښه، ۴۷۱۷۸،۰۱۳ کیلوګرامه کلک کیمیاوي توکي، ۳۳۵۷،۵ لیتره الکولي مشروبات، ۶۱۵

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement