پوسټ کوډ ۱۹۰۴۵۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۳ غویی ۱۳۹۷ ۱۲:۲۷

د هدفمندو بریدونو لپاره د افغان ځواکونو د وړتیاوو په پورته کولو بحث وشو

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان ښاغلي جوزیف ووټل او ورسره پلاوي سره د ملي امنیت شورا په دفتر کې د کتنې پر مهال له ترهګرۍ د سره د مبارزې په کار کې د افغان ځواکونو پر اړتیاوو او هوايي ځواکونو د تجهیز او همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په لیدنه کې د جنګي فصل په دوام کې د ترهګریزو پلانونو د له منځه وړلو او افغان ځواکونو د هدفمندو بریدونو له پاره د وړتیا وو او مهارتونو په پورته کولو هم بحث وشو.
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر امریکايي پلاوي ته د جنګي فصل د مدیریت له پاره د افغان ځواکونو له چمتوالي خبر ورکړ او د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې یې له افغان ځواکونو سره د هوايي ملاتړ پر زیاتیدو ټینګار وکړ.
ښاغلي اتمر همدارنګه د سیمې په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې او اجماع پر اوسني حالت خبرې وکړې او له امریکايي پلاوي یې وغوښتل چې د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې همکاري وکړي.
ښاغلي جوزیف ووټل په خپلو خبرو کې افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ځواکونو به د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې له افغان ځواکونو سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکوي. ښاغلي ووټل زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو د تجهیزاتو او مهارتونو په برخه کې به ټولې اړتیاوې وڅیړي ترڅو په اړه یې بیړني اقدامات وشي.
د ملي امنیت شورا د دفتر له مخې، په دې دوه اړخیزه لیدنه کې د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره دمبارزې پر څرنګوالي مفصلې خبرې وشوې او له طالبانو سره د سولې بهیر د پیاوړتیا، د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ستراتیژۍ اغیز او موثریت هم و څیړل شو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement