پوسټ کوډ ۱۹۰۲۱۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ وری ۱۳۹۷ ۱۴:۵۲

بالابلوک ولسوالۍ کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د سه شنبې په ورځ د روان کال د وري په ۷ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل:" د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۲ ترهګر د فراه په مرکز، خاک سفید او بالابلوک ولسوالیو، ۶ ترهګر د ارزګان په مرکز ترینکوټ، ۴ ترهګر د هلمند په ګرشک ولسوالۍ، ۳ ترهګر د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ او یو ترهګر د غزني په مقر ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
دغه راز په یادو عملیاتو کې ۲۰ ترهګر ټپیان او د ۱۷ شکمنو کسانو په ګډون ۱۹ نور نیول شوي دي.
همدارنګه د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۳۸ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
رادمنش وویل، همدا اوس په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۱ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۹ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۶ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، پکتیا، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو علمیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement