پوسټ کوډ ۱۹۰۱۹۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۲ وری ۱۳۹۷ ۱۴:۳۳

غزني کې هوایي برید ۱۱ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې د داعش پر مواضعو تازه هوایي برید د خوږیاڼي ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوی.
د سرچینې په وینا، په دغه برید کې د داعش شپږ غړي ټپیان هم شوي دي او د هغوي یو شمېر وسلې او مهمات لمنځ تللي دي.
د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په سویل ختیځ کې له د هېواد له ناامنه او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو په وړاندې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پوځي عملیاتو او هوایي بریدونه دوام لري.
خو په غزني ولایت کې د داعش وسله والو د فعالیتونو په اړه د ملي دفاع وزارت تازه راپور بې سارې ګڼل کېږي که څه هم په غزني ولایت کې د طالبانو ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم فعالیت لري.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement