پوسټ کوډ ۱۹۰۱۹۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۶ وری ۱۳۹۷ ۱۵:۵۲

کابل کې د درنو وسلو د مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

په کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار د دیار لسمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه د درنو وسلو د مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
چارواکي زیاتوي، چې له زېرمې څخه د ۸۲ ملي متري هاوان درې مرمی، د توپ دوه مرمی، د زیکویک شپږ مرمی، د هاوان اووه مرمی د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د دولت ضد وسله والې دلې غوښتل یې د مهماتو په وسیله په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو کې بریدونه ترسره کړي.
په پلازمېنه کابل ښار نن سهار د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله د ملي اردو شپږ سرتېري ټپیان شول.
له دې وړاندې هم په کابل ښار کې ورته چاودنه لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement