پوسټ کوډ 190176
نیټه خپرول: دوشنبه 20 وری 139715:50

د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال، عبدالله ووژل شو

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، برید جنرال محمد رادمنش، د دوشنبې په ورځ د روان کال د وري په ۲۰ مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۳ ترهګر د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ، د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو لخوا د نومول شوي والي د مرستیال په ګډون ۶ ترهګر د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ، ۶ ترهګر د هلمند په نادعلي ولسوالۍ او ۳ ماین جوړونکي د خپل ماین د چاودنې له امله په ګرشک ولسوالۍ، ۶ ترهګر د پکتیا په زرمت ولسوالۍ، ۴ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۴ ترهګر د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ او ۳ ترهګر د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
دغه راز په یادو عملیاتو کې ۳۷ ترهګر ټپیان او ۲۵ نور یې ژوندي نیول شوي دي.
رادمنش همدارنګه وویل، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم لخوا ۹ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو لخوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۰ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ۱۵ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۹ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۵ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند، ننګرهار، غزني، خوست، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب او هلمند ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement