پوسټ کوډ 189733
نیټه خپرول: سه شنبه 28 لیندۍ 139613:01

ننګرهار کې ۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ختي? نن?رهار ولايت ک? ?ايي حکومتي چارواکي وايي د افغان امنيتي ?واکونو د عملياتو په تر? ک? نهه داعش وسله والو ته مر? ژوبله او?ت? ده.

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نهه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو سیلاب ۴، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي،همدا راز دوه حلقې د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې عملیاتو پر مهال د خوزه خیلو او پیره خیلو په سیمه کې څلور کلي هم د داعش له شتون څخه پاک شوي دي اود راقیب په نوم یو شکمن کس هم نیول شوی دی .
 
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement