پوسټ کوډ 189580
نیټه خپرول: سه شنبه 21 لیندۍ 139616:21

ننګرهار کې ۱۵ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ختي? نن?رهار ولايت ک? ?ايي حکومتي چارواکي وايي، د افغان امنيتي ?واکونو د عملياتو په تر? ک? ل? تر ل?ه ? تنه د اسلامي دولت نوم? ?ل? يا داعش وسله وال وژل شوي.

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه د پیل شوو سیلاب څلور، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي،همدا راز د هیروینو یوه فابریکه هم لمنځه وړل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال همدا رازد تلفکانو تپه،وتی کلی ، ډنډ راغه او د کمبو مکتب سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوې او په دوو سیمو کې د دوی پورته شوی تور بېراغ راښکته او د هېواد ویاړلی درې رنګه بېرته پورته کړای شو.

د ولایت مقام په وینا، په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement