پوسټ کوډ ۱۸۹۲۰۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۴ تله ۱۳۹۶ ۱۰:۲۱

ننګرهار کې هوایي برید اته داعش وسله وال وژلي

د نن?رهار امنيه قومانداني په يوه بيان ک? ليکلي، چ? دنن?رهار ولايت نازيانو ولسوالي په مربوطاتو ک? د هوايي بريد په تر? ک? اته داعش وسله وال ووژل شول .

په ختیځ ننګرهار ولایت کې دامریکایي ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه اته تنه داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې دننګرهار ولایت نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې اته داعش وسله وال ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د نازیانو ولسوالی اړوند سپینه ژی په سیمه کې هوایي برید ترسره کړې چې په ترڅ کې اته داعش وسله وال وژل شوي .

د امنیه قوانداني په وینا، دمعلوماتو له مخې په ترسره شوی هوایي برید کې د هغوي یو شمېر وسلې او مهمات هم تخریب او له منځه تللي دي .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

سیمه ییز حکومتي چارواکي تیره ورځ وویل، چې د ورته هوایي برید ترڅ کې لږ تر لږه پنخه تنه داعش وسله وال د ینشکبې په ورځ په هسکې مینې ولسوالی کې ووژل شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement