پوسټ کوډ ۱۸۹۰۵۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۱ زمری ۱۳۹۶ ۱۳:۵۲

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی

دا بريد نن غرمه ?? بج? د کندهار ?ار په پن?ه حوزه ک? هوايي ??ر ته پر غ?يدل? لار د ملي امنيت د چ?ک غبر?ون د قطع? له قرار ?اه سره ن?دي شوي دي.

په کندهار کې نن غرمه مهال د نړیوالو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی، خو په دغه برید کې د تلفاتو په اړه لا معلومات نشته دی.

دا برید نن غرمه ۱۲ بجې د کندهار ښار په پنځه حوزه کې هوايي ډګر ته پر غځيدلې لار د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې له قرار ګاه سره نږدی شوی دی.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې پېښه تائید کړه او زیاته يې کړه چي د پېښې د څرنګوالي وروسته به جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

تر پېښې وروسته سیمه د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري کلا بنده شوې او هیڅوک د پېښې سیمې ته نه پرېښودل کیږي.

دغه راز د کندهار – بولدک لار هم د دې برید وروسته د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د پېښي عیني شاهدان وايې چې ځانمرګی بریدګر نن غرمه همال خپل چاودیدونکو توکو ډک پک اپ موټر ته هغه وخت چاودنه ورکړه چې کله د نړیوالو ځواکونو د موټرو یو کاروان د ښوراندام له سیمې تیریده.

د ښوراندام د سیمي یوه اوسیدونکي اخترمحمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې چاودنه ډيره زوروره وه او د برید پر مهال ملکي خلک هم په سیمه کې وو.

تر اوسه پوريدا معلومه نه ده چې دا برید د کوم هیواد پر ځواکونو شوی، خو د کندهار په هوايي ډګر کې امریکايي او رومانیايي سرتیري تر ډېره د هوايي ډګر د امنیت چاري سمبالوي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement