پوسټ کوډ ۱۸۸۹۲۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۶ ۱۳:۲۹

افغانستان کې د داعش ډلې د ادعاو

په افغانستان ک? د نا?و غو? ملات? موماريت د اسلامي دولت نوم? ?ل? يا داعش وسله والو د هغو ادعاوو په ا?ه غبر?ون ?وولي چ? پک? ويل شوي چ? د ياد سازمان دوه سرتيري ن?تو په تر? ک? وژل شوي دي.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند وېلیم سالوېن وایي «د تل په څېر، د داعش خراسان ډلې ادعا کوي، چې دوه تنه امریکایي سرتیري د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یاد ډلې له خوا وژل شوي.»

نوموړې زیاته کړه، چې د جولای په ۷ مه نیټه کې یواخې دوه تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوی و او د درملنې لپاره یې روغتون ته لیږدول شوي دي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او نږدې څلور میاشې مخکې په اچین باندې د داعش جنګیالیو پر پټنځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړل چې په ترڅ کې نږدې ۱۰۰ تنه داعش وسله وال ووژل شول.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement