پوسټ کوډ ۱۸۸۹۰۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۶ ۱۳:۵۲

دفاع وزارت وایي کندز کې یې د طالبانو مرستیال والي وژلی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي افغان هوايي ?واکونو د کندز په دشت ارچي ولسوال? ک? د طالبانو د نومول شوي مرستيال والي مولوي فياض په شمول در? تنه وسله وال وژلي او دوه نور ?پيان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي افغان هوایي ځواکونو د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي مرستیال والي مولوي فیاض په شمول درې تنه وسله وال وژلي او دوه نور ټپیان دي.

په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د عشر او زکات د راټولو مسوول حاجی عزیر مشهور په ذبیح الله او مولوي نورالدین هم شامل دي.

همداشان د دغه وزارت د اعلامیې له مخې د ملي اردو ځواکونو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۴تنه مخالفین وژلي او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

اعلامیه وایي په دې عملیاتو کې ۱۲ موټر او ۳۲موټرسایکلونه هم لاسته راغلي او همداشان ۳ د وسلو زیرمې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو تیره ورځ اعلان وکړ چې دهلمند ناوه ولسوالي یې په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو نیولې او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement