پوسټ کوډ ۱۸۸۷۱۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ غویی ۱۳۹۶ ۱۱:۴۱

کابل کې ځانمرګي بریدګر له پاکستاني پاسپورټ سره نیول شوی

د کابل امنيه قومانداني وايي تيره ور? وويل، چ? دغه ?انمر?ي بريد?ر د سه شنب? په شپه ناوخته د يو لسم? حوز? ا?وند له خيرخانه سيم? ?خه د امنيت ?واکونو له خوا ونيول شو.

په پلازمینې کابل کې ځانمرګي بریدګر له پاکستاني پاسپورټ او یو شمیر وسلې او انتحاري واسکټ سره نیول شوی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د کابل امنیه قومانداني وایي تیره ورځ وویل، چې دغه ځانمرګي بریدګر د سه شنبې په شپه ناوخته د یو لسمې حوزې اړوند له خیرخانه سیمې څخه د امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

سرچینه زیاتوي، چې له نیول شوی ځانمرګي بریدګر څخه ۳ لسې بمونه، یو میل ټوپک، او یو انتحاري واسکټ نیول شوي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه تیره اونی په پلازمنې کابل کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې له درې مختلف ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

لومړی ماین د اوومې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ځای پر ځای شوی و چې د ۱۰۱ آسمایي زون امنیتي منسوبینو له خوا کشف او شنډ شو.

دوهمه ماین د جمهوریت روغتون ته نږدې ځای پر ځای شوی و او د امنیتي منسبینو له خوا کشف او شنډ شو.

په همدې حال کې امنیه قومانداني وایي، دریمه ماین د وسله والو له خوا د بګرامي ولسوالی په اړوند سیمه کې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوی وه چې له چاودنې مخکې کشف او شنډ شو او له دې سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement