پوسټ کوډ 18830
نیټه خپرول: دوشنبه 24 وږی 139318:22

د کابل د استیناف محکمې د پغمان د پېښې د مجرمینو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه

د کابل د استيناف محکم? په پغمان ولسوال? ک? د جنسي تيري او غلا په تور د ? کسانو له ?ل? پن?ه تنه ي? په اعدام او دوه نور ي? د کافي شواهدو د نشتون له امله په شلو شلو کالو بند محکوم ک?ل.

د کابل د استیناف محکمې په پغمان ولسوالۍ کې د جنسي تیري او غلا په تور د ۷ کسانو له ډلې پنځه تنه يې په اعدام او دوه نور يې د کافي شواهدو د نشتون له امله په شلو شلو کالو بند محکوم کړل.
په دې محکمه کې موظف قاضي وویل؛ چې دغه کسان کولای شي، د بلې محاکمې غوښتنې هم وکړي.
تر دې مخکې د کابل ابتدایه محکمي دغه اوه تنه په اعدام محکوم کړي وو.
دغو کسانو شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د پغمان په ده عربان سیمه کې د یوې کورنۍ موټر چې له واده نه د ستنېدو په حال کې وو؛ ودراوه، د ښځو ګاڼې یې په زور واخیستې او له ښځو سره یې ناوړه چلند وکړ.
پولیس ویلي چې، په دې پیښه کې د درېیو نورو تورنو کسانو په لټه کې هم دي چې؛ ژر ترژره به ونیول شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement