پوسټ کوډ 187060
نیټه خپرول: شنبه 19 مرغومی 139413:47

امریکا او په افغانستان کې له داعش سره د مبارزې ده لوبه!

په افغانستان اوسيمه ک? له تروريزمـ سره دمبارز? په موخه، حضورموندلي

هره ورځ چې تېريږي، په افغانستان کې، دداعش له تروریستي ډلې سره دامریکايي ځواکونومرسته اوملاتړڅرګندیږي او روښانه کېږي. داسې ښکاري چې دامریکا او په ناټوکې دهغه دنورولوېدیځوالوملګروتشت پدې وروستیو ورځوکې، له بل هرمهال څخه ډېراوښکاره، دبد نامۍ اوبې حیثیتۍ په ځمکه سقوط کوي، په داسې توګه چې ددې تشت هیبتناک اوغوږ ازارونکی غږ، دهراورېدونکي غوږ ازاروی!

خوله دې ټولوسره سره، دسپینې ماڼۍ مشران اودولتمردان، هغه څوک نه دي چې ددې ډول رسوايي ګانواوبدنامیوپرواولري اودیومشهورمتل په اصطلاح،( داهغه«وله» نه ده چې پدې بادنوسره ولړزیږي!)، امریکایان اوهمدارنګه نورلویځ دولتونه اوهېوادونه، لکه څنګه چې دهغوئ افسوسناک تاریخ يې څرګندوي، دهغوئ دهېوادونود جوړښت له پېل څخه، په تېره بیا، هغه مهال چې احساس يې کړي چې کولای شي ملتونه استعمارکړي، بشرازاري اوملت ازاري ته يې ملاتړلې ده.

له نورولوېدیځوهېوادوڅخه چې د اختصارد رعایتولوپه دلیل تېرشو، په یو هراړخیزتحقیق او څېړنه کې چې دبې پلووڅېړنیزومرکزونوله لوري سرته رسېدلې، یوازې همدغه د امریکا متمدن اوبشردوست متحدایالات هغه هېواددی چې یوازې د۱۳۹ کلونو په موده کې يې، دهغه د ژوندله تاریخ څخه، دخپل ټول عمر۹۳ سلنه یعنې ۲۲۲ کلونويې، دټولې نړۍ په بېلابېلوهېوادوکې، په جګړواوتېریو، تېرکړي دي.

امریکا اوس مهال همـ، د ولسواکۍ له برقرارۍ سره دمرستې او په افغانستان کې له تروریزمـ سره د مبارزې په پلمه، د اتلانتیک دپیمان یاناټو دنوروغړوپه ملګرتیا اود (۱۵) کلونو په اوږدوکې، نه یوازې داچې له تروریزمـ سره يې مبارزو نه درلوده اوهمـ يې دولسواکۍ دپایوپه يیاوړتیاکې يې څه مرسته نه ده کړې، چې دادی د(۱۵) کلونوله تېرېدووروسته يې نوې او په واقع کې خطرناکه لوبه، دافغانستان ددولت اوملت لپاره، ترلاس لاندې نیولې ده.

هغه لوبه چې په سلوکې سل، دافغانستان اودسمې دهېوادونو په زیان اوضرورده اوپه سیمه کې دموجودو ټولو هېوادونو، اوږ دمهال امنیت، په کلکه تهدید وي. کېدای شي ترڅومیاشتو مخکې پورې، په افغانستان کې له داعش څخه دامریکا دملاتړ پربنسټ، دهېواد په فضاکې ځینې همهمې کېدای شي شایعه ګڼل شوې وي اوباوربه چاپرې نه وي کړی اویابه دلوېدیځواستعمارګرو دولتونو دخوشبینانو لپاره دا باورچندان اسان نه وي ښکاره شوی.

هغوهېوادونوچې په افغانستان اوسیمه کې له تروریزمـ سره دمبارزې په موخه، حضورموندلی دی، پخپله به په سیمه اونړۍ کې، دتروریزمـ له لمړي درچه ملاتړوڅخه وي.

خود زمان په تېرېدو اوهغه ته دعقربې رسېدل په وروستیوورځوکې، په افغانستان کې دداعش په تجهیز اوتسلیح کې د امریکایانو دلاس لرلوپربنسټ ډیرشواهد اونښې، له هرادرس څخه مخابره کېږي، نورنودېرو لږوخلکو لپاره څه شک او شبهه نه پاتې کېږي.

هغه خ

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement