پوسټ کوډ 186284
نیټه خپرول: سه شنبه 31 وږی 139409:18

جمهور رئیس غني: بیروکراسي او زاړه خنډونه باید لیرې او د ښار او مسکن منظمه پالیسي رامنځته کړو

جمهوررئيس غني زياته ک?ه، د? ارزون? تثبيت ک?ه، چ? په ?و ت?رو لسيزو ک? مو? ?اري پاليسي نه لرله او زمو? ?ارونه د اقتصاد او باثباته جايدادونو د محرک پر?اي له ب? نظمي سره مخ وو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې په هغه غونډه کې چې ”په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د ښارونو وضعیت“ تر سرلیک لاندې د راپور د خپرولو په مناسبت په ارګ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د وینا پرمهال یې وویل، د دې پروژې په بشپړېدلو سره اوس د ښارونو په اړه واضح طبقه بندي زموږ په واک کې ده.

په دې غونډه کې جمهور رئیس د افغانستان له اړوندو بنسټونو او د استرالیا حکومت له مالي مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو بشپړه او مفصله ارزونه زموږ ټولو په اختیار کې ده.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، دې ارزونې تثبیت کړه، چې په څو تېرو لسیزو کې موږ ښاري پالیسي نه لرله او زموږ ښارونه د اقتصاد او باثباته جایدادونو د محرک پرځای له بې نظمي سره مخ وو.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په تېر یو کال کې ښاري چارې زموږ د توجه مرکز وې او اوس موږ ته د عملي تطبیق زمینه برابره شوه.

هغه وویل، په میاشت کې ۱۶ زره کورونه تثبیتېږي او په افغانستان کې به ټول جایدادونه په شرعي جایدادونو بدل شي.

جمهور رئیس وویل، دولت تصمیم لري، چې ټول وزارتونه دارالامان سیمې ته انتقال کړي او پیل یې له هغو وزارتونو څخه کېږي، چې بودجه لري.

جمهور رئیس په ټینګار وویل، د افغانستان هیڅ وزارت د ځمکې د پلورلو اجازه نه لري او د وزارتونو د ځمکو د پلور په هکله هر ډول تصمیم د افغانستان کابینه نیسي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، د ولایتونو له مرکزونو څخه اړوندو ټولو نقطو ته د منابعو د انتقال په خاطر د ښاروالیو شبکه رامنځته کېږي او د دغې شبکې په ایجاد سره مالیې وزارت او نور وزارتونه په یو قرارداد کې شاملېږي.

جمهور رئیس وویل، موږ باید بیروکراسي او زاړه خنډونه لیرې کړو او د ښار او مسکن منظمه پالیسي رامنځته کړو

محمداشرف غني زیاته کړه، د وس برابر د کور جوړول په ملکي برخې پورې منحصر نه پاتې کېږي او په راتلونکي کال کې د ټولو قول اردوګانو منسوبینو ته د وس مطابق کورونه برابرېږي.

جمهور رئیس دېته په اشارې، چې ښار او کلی ملت جوړوي وویل، چې د ښار او کلي د تړاو د څرنګوالي په هکله کار پیل شوی دی او د ښار او کلي اړیکه د ملي مارکېټ له پلوه زموږ د پام وړ ګرځېدلې ده.

جمهور رئیس دېته په اشارې، چې د کارموندنې په برخه کې ښارونه له سکتوري وزارتونو سره مرستندویه واقع کېږي وویل، ځوانانو ته مې پیغام دادی چې صبر وکړي، ځکه په ساختماني برخه کې د کارموندنې زمینې زیاتېږي او د کارموندنې ماحول او شرایط د ښه کېدو په حال کې دي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵کال کې د افغانستان د ښارونو وضعیت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو یوه دقیقه او هر اړخېزه ارزونه ده.

دا پروژه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو د وضعیت د ارزونې لپاره د یوې موثرې او دقیقې شیوې لرونکې ده او د سټلایټ له لارې د دقیقو عکسونوپه اخیستلو سره د ولایتونو د مرکزونو د مسکوني سیمې په هکله د ګټې اخیستنې وړ اراضي او معلومات یې برابر کړي دي. همدارنګه یاد راپور د ساحوي ارزونې، د سیمه ییزو متشبثینو د ګډون په موخه ښاري ورکشاپونه، دقیقو او سمو معلوماتو ته د لاسرسي پیاوړي کول او د ارزونې په برخه کې د افرادو او بنسټونو د ظرفیتونو لوړول او له ښاري معلوماتو څخه ښه ګټه اخیستنه هم په بر کې نیسي.

په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د ښارونو د وضعیت د ارزونې راپور د ښار جوړولو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او کابل ښاروالي د یو این هبیتات په تخنیکي او د استرالیا هېواد په مالي همکاري برابر کړی وو.

په دې غونډه کې د ښار جوړولو وزیر سیدمنصور سادات نادري، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس غلام جیلاني پوپل، د کابل ښاروالي سرپرست، د برتانیا سفیر، د استرالیا سفارت استازي، د یو این هبیتات موسسې د اسیاسي برخې مسوول او د ټولو همکارو هېوادونو استازو په کې ګډون درلود.#

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement