پوسټ کوډ ۱۸۶۱۸۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۱ وږی ۱۳۹۴ ۰۸:۳۴

جمهور رئیس غني له فساد سره په مبارزه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله

افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني، " اسلام او د اداري فساد پر خلاف مبارزه " تر عنوان لاند? په جو?ه شو? غون?ه ک? ??ون وک?.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، " اسلام او د اداري فساد پر خلاف مبارزه " تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.


په هغه غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې د کابل ښار د اماني لېسې په تلار کې جوړه شوې وه، جمهور رئیس غني دیني علماوو ته په خطاب کې هغوی د انبیاوو وارثان وبلل او له فساد سره د مبارزې په لاره کې یې د دیني عالمانو رول ارزښتناک وباله.


جمهور رئیس محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې په اړه د قرآن عظیم الشان لارښوونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د اسلام په سیاسي فلسفه کې عدالت اصلي محور دی او لوی خدای فرمایي: " فساد کوونکي نه خوښوي". هغه زیاته کړه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) هم د فساد په اړه فرمایلي دي چې په رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او د دوی ترمنځ منځګړي باندې لوی خدای لعنت وایي.


جمهور رئیس غني وویل چې له فساد سره مبارزه د دولت اصلي دندې دي او په دې برخه کې د افغانستان حکومت جامع پروګرامونه ترلاس لاندې لري.


جمهور رئیس محمد اشرف غني د اداري فساد د لاملونو په باب څرګنده کړه چې دغه پدیده تر ډېره په قراردادونو، د ځمکو او جایدادونو په غصب، نشه یي توکو، په ګمرکونو کې د مالونو په قاچاق او په مقرریو کې شتون لري چې د افغانستان حکومت له هغه سره د مبارزې لپاره موثر ګامونه پورته کړي دي او د ملت او دیني عالمانو په مرسته دغه بهیر په بریالیتوب سره سرته رسوي.


جمهور رئیس غني په اداراتو کې د اصلاحاتو په بهیر باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې هیڅ څوک حق نه لري په فساد لاس پوري کړي او هر څوک چې په هر مقام کې وي او په فساد کې ښکیل وي د هغه پر وړاندې به ودریږو.


جمهور رئیس محمد اشرف غني د اسلامي بانکوالۍ د نظام په اړه وویل چې د افغانستان حکومت د بانکونو سیستمونه ارزوي او د اسلامي هېوادونو د بانکوالۍ له نظام څخه په ګټې اخیستنې سره به په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ سیستم جوړ کړي. ده همدا راز د استوګنې د جایدادونو په شرعي کولو باندې ټینګار وکړ، وې ویل چې حکومت به د استوګنې د جایدادونو د شرعي کولو په طرحې باندې تر راتلونکې اوونۍ پورې کار پیل کړي.


جمهور رئیس غني د خپلې وینا په پاي کې څرګنده کړه چې له فساد سره د مبارزې په کار کې د دیني عالمانو ونډه اخیستل اړین دي. ده له دغې ناوړې پدیدې سره د مبارزې لپاره د دیني عالمانو لخوا پیل شوی حرکت وستایه.


جمهور رئیس زیاته کړه چې د دغې ناوړې پدیدې د له منځه وړلو لپاره ملي سراسري جهاد ته اړتیا ده. ده له دیني عالمانو وغوښتل چې له فساد سره د مبارزې لپاره خلک بسیج کړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement