پوسټ کوډ ۱۸۵۶۵۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ غویی ۱۳۹۴ ۰۹:۰۹

جمهور رئیس غني په هند کې له یو شمېر افغان محصلینو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني، نن ما?ام په نوي ?هلي ک? د افغانستان په سفارت ک? له يو شم?ر هغو افغان محصلينو سره وکتل چ? د هندوستان ه?واد په ب?لاب?لو ايالاتونو ک? په زده ک?ه بوخت دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، تیره ماښام په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت کې له یو شمېر هغو افغان محصلینو سره وکتل چې د هندوستان هېواد په بېلابېلو ایالاتونو کې په زده کړه بوخت دي.
په دغه کتنه کې افغان محصلینو هغوی ته پر خپل وخت د معاش د نه رسېدو، د اوږدمهالې ویزې د نه ورکړې، د لوړو زده کړو د وزارت په اداروکې د فساد د شتون او په بورسونو کې د شفافیت او عدالت د نه شتون په اړه خپل نظرونه څرګند او له جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په ځوان نسل پانګونه وکړي.
جمهور رئیس غني د لوړو زده کړو په موسسو کې د فساد شتون ډېر خطرناک وباله، وې ویل چې د افغانستان حکومت به په ځوان نسل پانګونه وکړي، یو سیستم به رامنځته کړي چې په بورسونوکې شفافیت په پام کې ونیول شي.
ده وویل، موږ غواړو چې د بشري قوې د ودې او ظرفیت جوړونې لپاره یو منظم پلان جوړ کړو، هغه تحصیلي برخې پیاوړې کړو چې کولای شي د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودروي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني افغان محصلین وهڅول چې د ممتازو زده کوونکو په توګه لوړې زده کړې وکړي او د افغانستان راتلونکې جوړه کړي ترڅو په افغانستان کې تل پاتې ثبات تامین شي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان موقعیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل، په راتلونکو پنځه ویشتوکلونوکې به د افغانستان موقعیت په طلایي موقعیت بدل شي، موږ د خپلو ګاونډیانو لپاره د اوبو ښه سرچینه یو، زموږ اوبه زموږ د ګاونډیانو له نفتو څخه غوره دي، موږ باید د خپلو اوبو ښه مدیریت وکړو.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته چې په غونډه کې حاضر و، لارښوونه وکړه چې د معاش، پاسپورت او ویزې په برخه کې په هند کې د افغان محصلینو ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement