پوسټ کوډ ۱۸۵۱۳۰
نیټه خپرول: جمعه ۱ کب ۱۳۹۳ ۱۲:۱۲

کابل: د ده سبز په سیمه کې د موټر بم درنه چاودنه شوې

د کابل امنيتي چارواکي وايي چ? نن سهار د کابل - ب?رام په س?ک د ده سبز په سيمه ک? د مو?ر بم درنه چاودنه شو? ده.

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د کابل - بګرام په سړک د ده سبز په سیمه کې د موټر بم درنه چاودنه شوې ده.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وايي، انتحاري حمله کوونکو غوښتل له چاودیدونکو موادو ډک هینو موټر کابل ښارته را دننه کړي، خو هدف ته له رسیدو مخکې پولیسو وداروه او چاودنه یې وکړه.
رحیمي وویل، چې په دې چاودنه کې یوتن ټپی شوی، خو زیاتوي چې د چاودنې په سیمه کې د انسانانو د وجود ټوټې لیدل شوي، چې په اغلب ګومان د حمله کوونکو به وي.
خو ښاغلي رحیمي وویل چې د دوی پلټڼې روانې دي چې دا حمله د چا له خوا پلان شوې وه او هدف يې د کابل ښار کومه برخه وه.
څه موده وړاندې د کابل په قصبې سیمه کې هم ورته موټر بم چاودنه وشوه.
تر اوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

سرچینه: ازادی رادیو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement