پوسټ کوډ ۱۸۵۱۲۶
نیټه خپرول: جمعه ۱ کب ۱۳۹۳ ۱۲:۱۲

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیليږي

?ايي له طالبانو سره د سول? خبر? په مارچ مياشت ک? پيل شي.

ښایي له طالبانو سره د سولې خبرې په مارچ میاشت کې پیل شي.
دا خبرې یوه لوړ پوړي افغان چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی اسوشیېټډ پرس خبري آژانس ته کړې دي.
افغان چارواکي، ډیپلوماټان او کارپوهان وايي؛ تر څه باندې یوې لسیزې جګړې وروسته؛ اوس ټاکل شوې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبري پیل شي.
یو ه لوړ پوړي افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس ته ویلي چې داسې هیلې ډیرې شوي چې د سولې د اصلي خبرو د پیل لپاره لومړنۍ اړیکې او مذاکرات ډیر ژر پیل شي.
اسوشیېټډ پرس لیکي، یوې بلې سرچینې بیا ورته ویلي، د دواړو لورو تر منځ خبرې به د مارچ په لومړیو کې پیل شي. دغه سرچینې زیاتوي، تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ کومې خبرې نه دي شوي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې ولسمشر غني پرون په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د سولې بهیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه قاطع ځواب د ا بهیر له خطر سره مخامخولی شي.
"په تیرو ۳۶ کلونو کې هیڅ کله د سولې لپاره تر دې ښه زمینه نه وه. زموږ لاسته راوړنې مثبتې دي؛ موږ هیله من یو، خو د سولې پروسې په اړه قاطع ځوابونه خطرناکه دي. پوښتنې تر ارزونې لاندې دي، پر مثبته لاره روان یو، خو نشو کولی، تر وخت دمخه اعلان وکړو."
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي ویلي وو چې له طالبانو سره هیڅ مستقیمې یا غیر مستقیمې خبرې نه دي شوي او د هر ډول مذاکراتو مشري باید په خپله افغانان وکړي.
د پاکستان پوځ هم ویلي چې د افغانستان د سولې مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.
د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د سولې بهیر باید شفاف وي او زیاتوي چې اسلام آباد چمتو دی؛ په دې برخه کې همکاري وکړي.
اشرف غني له سپټمبر راهیسې چې د ولسمشر په توګه یې دنده پیل کړې پر داسې تګلارو کار کړی چې د طالبانو مشران د سولې خبرو ته وهڅوي.
نوموړي تیره اونۍ د افغانستان له یو شمیر سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د سولې د مذاکراتو په اړه بحثونه کړې دي او اعلان یې وکړ چې د سولې د هڅو جزییات به له خلکو سره شریک کړي.
په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې وايي؛ که له یوې خوا د سولې خبرو ته هیله مندي ښېي؛ خو له دې کبله اندیښمنې هم دي چې د تیرو دیارلسو کلونو لاسته راوړنې به یې څنګه خوندي کیږي.
د بشري حقونو کمشنره ثریا صبحرنګ آزادي راډیو ته وویل چې د دایمي سولې د راتلو او د ټولو اړخونو د حقونو د خوندیتوب په هدف باید ښځې هم په دې مذاکراتو کې ګډون ولري: "سوله له عدالت پرته او عدالت له برابرۍ پرته په افغاني ټولنه کې ممکن نه دي. سوله یوازې د جګړو بندیدل نه دي؛ بلکه باید د جګړو عوامل له منځه ولاړ شي.
د افغانستان خلک دایمي سولې ته اړتیا لري او د ټولو خلکو په تیره بیا د افغانستان د ښځو له ګډون پرته چې د جګړو قربانیانې دي؛ همدا راز د عدالت د ټینګښت پرته او د جګړې د عواملو له منځه وړلو پرته دا سوله نشي راتلی."
اسوشیېټډ پرس په راپور کې لیکي؛ د طالبانو مشران چې د پاکستان په کوټه، کراچۍ او پیښور ښارونو کې دي؛ د سولې د مذاکراتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي او خپل دریځ بیا تکراروي چې تر هر څه وړاندې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement