پوسټ کوډ ۱۸۴۶۲۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۳ ۱۳:۴۵

جمهور رئیس غني د بریتانیا د کورنیو چارو له وزیرې سره وکتل

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني، نن د بريتانيا د کورنيو چارو له وزير? م?رمن تيريسا م? سره په لندن ک? په خپل استو?ن?ي ک? وکتل.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن د بریتانیا د کورنیو چارو له وزیرې مېرمن تيریسا مې سره په لندن کې په خپل استوګنځي کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د بشري حقونو، اجتماعي عدالت، د سیمه ایزو همکاریو، د نیشه یي توکو او سازمان ورکړل شویو جرمونو پر خلاف د مبارزې په باب بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني په تېرو کلونوکې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د افغانستان د ملي پولیسو د روزنې لپاره د بریتانیا له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، وې ویل، افغانستان لا هم ستاسو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.

د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه چې افغانستان او نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول بریتانیا باید داسې لارې چارې ولټوي چې د تروریزم او سازمان ورکړل شویو جرمونو پرخلاف مبارزه د پخوا په پرتله اغېزمنه تمامه او ښې پایلې له ځان سره ولري.

جمهور رئیس غني وویل چې د افغان ملي پولیسو لپاره زموږ لرلید دا دی چې دغه ځواک باید په راتلونکې کې خپله اصلې دنده یعنې د قانون تنفیذ په غاړه واخلي.
د دغې کتنې په پای کې په بریتانیا کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ستونزو په باب خبرې وشوې.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې مېرمن تیریسا مې وویل چې د دغو ستونزو د حل لپاره به په لندن کې د افغانستان د سفارت او د کډوالو چارو له مسوولینو سره خبرې وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement